د امریکا د کورني امنیت وزیر اعلان کړی هغه کډوال چې د موقتي محافظت پروګرام لاندې ژوند کوي باید د دایمي استوګنې لپاره غوښتنلیک ورکړي او یا هم خپلو هېوادونو ته ستانه شي. نوموړي ټینګار کړی چې دا پروګرام موقتي دی او دایمي استوګنه نه شمېرل کېږي.

دا پرېکړه په داسې حال کې مخې ته راځي چې د امریکا سترې محکمې د ځینو هېوادونو لپاره د دې وضعیت د لغوه کولو اجازه ورکړې ده. د امریکا حکومت ژمنه کړې چې په خپله خوښه د ستنېدونکو کډوالو سره د الوتکې د ټکټ او مالي مرستې په برخه کې همکاري کوي.

د تېر حکومت له سقوط وروسته ډېری افغانان هم د همدې موقتي پروګرامونو له لارې امریکا ته تللي دي. اوسمهال د ډېری افغان کډوالو د اوسېدو قانوني وضعیت ناڅرګند دی او د خپلو مهاجرتي دوسیو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي.

#کډوال #امریکا #افغانان

🌐

Author