نړیوال بانک په خپل نوی راپور کې اعلان کړی چې د افغانستان اقتصاد د ښه کیدو په حال کې دی، خو دا وده د افغانانو د ژوند د کچې لوړولو لپاره کافي نه ده. دغه راپور ښیي چې د خلکو سړي سر عاید پنځه اعشاریه شپږ سلنه کم شوی دی.
د دې راپور پر بنسټ، اقتصادی وده د کورنۍ غوښتنې له زیاتوالی او د بیو له نسبی ثبات سره مله وه، خو د نفوسو چټکې ودې او د میلیونونو کډوالو راستنیدو اقتصادی لاسته راوړنې بې اغیزې کړې دي. د انفلاسیون کچه او د خوراکی توکو بیې د کمیدو په حال کې دي، خو د کورونو او روغتیایی خدمتونو لګښتونه لوړ شوي دي.
په بهرنۍ سوداګرۍ کې، د هیواد صادرات او واردات له پام وړ کمښت سره مخ دي او د ایران پر سوداګریزو لارو تکیه زیاته شوې ده. د حکومت طالبان د کورنیو عوایدو له نسبی ثبات سره سره، د پانګونې کمښت او په سوداګرۍ کې خنډونه د اقتصادی وضعیت نازکتیا په ګوته کوی.
#اقتصاد #افغانستان #نړیوال\_بانک #سوداګری #حکومت\_طالبان
🌐