سیمه ییزې سرچینې تاییدوي چې په بدخشان ولایت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح الله امیري په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی. دغه پېښه د سه شنبې په سهار د فیض اباد او بهارک پر لویه لار رامنځته شوې ده.

راپورونه وايي چې پر موټر سایکل سپرو ناڅرګندو وسله والو د ښاغلي امیري پر موټر ډزې کړې دي. تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی او د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

بدخشان ولایت په وروستیو میاشتو کې د طالبانو پر سیمه ییزو چارواکو د بریدونو شاهد دی. په تېر کې د دا ډول بریدونو مسوولیت ډېر کله داعش ډلې پر غاړه اخیست، خو اوسنی وضعیت د سیمې ناامني نوره هم زیاتوي.

#بدخشان #افغانستان #طالبان

🌐

Author