د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات ولسوالۍ کې د پرونيو ځانمرګي برید د قربانیانو شمېر ۱۴ کسانو ته لوړ شوی دی.
دا چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د امنیتي ناستې برخه وال له غونډې وتل او انتحاري کوونکي ځان ته د پولیسو پوستې ته نږدې چاودنه ورکړه.
تحریک طالبان پاکستان د دغه برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
#پاکستان #سوات #ځانمرګی_برید #خیبرپښتونخوا #خبرونه
🌐