د نړیوال روغتیا سازمان اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې افغانستان کې د ماشومانو د فالج یا پولیو ۱۵ تاییدشوي قضیې ثبت شوې دي. تیر کال ۲۱ قضیې ثبت شوې وې چې ټولیز شمیر یې ۳۶ ته رسوي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازینۍ دوه هیوادونه دي چې پولیو پکې لاهم ځایي ناروغي ده. دا کال تر اوسه پورې افغانستان کې ۵۳ چاپیریالي مثبتې نمونې ثبت شوې چې د تیر کال ۹۴ قضیو سره پرتله کمه ده. پاکستان کې دا کال ۳ تاییدشوي قضیې ثبت شوې چې تیر کال ۳۱ وې.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د طالبانو حکومت د کور پر کور د واکسین د کمپاین بندول او هغه مساجدو ته لیږدول ډیرو ماشومانو له واکسین بې برخې کړي دي، او دا د افغانستان کې د پولیو د قضیو د زیاتیدو یو لوی لامل دی.

#پولیو #افغانستان #نړیوال\_روغتیا\_سازمان #ولسي\_روغتیا

Author