د ملګرو ملتونو د لوی منشي مرستیال ویاند فرحان حق د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د طالبانو د رسمي پیژندلو لپاره د غړو هیوادونو ترمنځ هیڅ خوځښت نشته.

هغه وویل چې د پیژندلو پریکړه د هیوادونو خپله چار ده، نه د ملګرو ملتونو. د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د اګست له نیولو راهیسې، یوازې روسیه طالبان رسمي پیژندلي دي.

ملګري ملتونه لاهم طالبانو ته د «ډي فکتو چارواکو» په سترګه ګوري. نړیواله ټولنه د طالبانو پیژندل د فراګیر حکومت، د بشري حقونو درناوي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې سره تړلي دي.

#ملګري\_ملتونه #طالبان #افغانستان #پیژندل

🌐

Author