د نړیوالې مهاجرت سازمان (IOM) خبرداری ورکړی چې د افغانستان د اقلیمي بحران سره تړلي طبیعي پیښې د بشري مرستو اړتیاوې بې ساري کچې ته رسولي دي. سازمان وویل چې د مرستو ورکولو ادارو سرچینې او ظرفیتونه د اغیزمنو خلکو سره د مرستې لپاره د جدي محدودیتونو سره مخ دي.
IOM ټینګار وکړ چې د اقلیمي پیښو د زیاتیدو او شدت سره، د بیړني مرستو ته اړتیامند خلکو شمیر د پام وړ زیاتوالی موندلی دی. د مرستې ورکوونکو ملاتړ او د شریکانو همکارۍ سره د اغیزمنو ټولنو ته د مرستې رسولو هڅې روانې دي.
دا سازمان د نړیوالو ملاتړونو د زیاتولو او د افغانستان کې د اقلیمي بدلون د پایلو د مقابلې لپاره د ځواب ورکولو ظرفیت پیاوړي کولو ضرورت ټینګار کوي.
#اقلیمي\_بحران #افغانستان #IOM #بشري\_بحران
🌐