د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان د یاسمین یتیم زاده کورنۍ سره، چې د افغانستان له خاورې د ډزو له امله ووژل شوه، خواخوږي وښوده. هغه د درواز د سیمې د مشر سره د تلیفوني خبرو پر مهال امر وکړ چې اړین مادي او معنوي مرستې وشي او د هغې د کوچني ماشوم د زده کړو پروسه تر نظر لاندې ونیول شي.\br\brد تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د طالبانو اداری ته رسمي اعتراضي یادداشت ولیږه او ترې وغوښتل چې دې پیښې ته جدي پاملرنه وکړي، د تاجیکستان سرزمیني بشپړتیا ته درناوی وکړي او د داسې پیښو د تکرار مخنیوي لپاره اغیزمنې تدبیرونه ونیسي.\br\brد تاجیکستان امنیتي او پوځي ادارو رسمي تحقیقات پیل ک

Author