د کاناډا «باهم د پرمختګ پر لور شبکه» نومې څیړنیزې ادارې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون د اغیزو پر اړه نتایج خپاره کړل. دا تحقیق د کابل، هرات، بامیان او دایکندي پر ۷۷۰ کسانو پر سروې ولاړ و چې ۹۱ سلنه یې ښځې وې.
موندنې ښیي چې ۹۶ سلنه ځوابونکي له محرم پرته د کوره د وتلو له وېرې سره مخ دي، ۶۸ سلنه خپلې دندې له لاسه ورکړې دي او ۹۲ سلنه وايي چې د کورنۍ عاید کم شوی دی. همدارنګه ۸۸ سلنه ښځو د صحي خدماتو له لاسرسي محرومې شوې دي.
دا تحقیق ښیي چې ۵۹ سلنه ځوابونکو د ډیرې ناهیلۍ او یوازیتوب احساس راپور ورکړی دی او ۶۴ سلنه پر تیره کال کې اصلاً تفریح ته نه دي تللي. دا ارقام د طالبانو د سیاستونو له امله د ژورې ټولنیزې او اقتصادي بحران روښانه انځور وړاندې کوي.
#بشري\_حقونه #افغانې\_ښځې #امر\_بالمعروف #طالبان #افغانستان
🌐