د پاکستان پخوانی لومړي وزیر عمران خان د پنجشنبې شپه د اسلام اباد د الشفا خصوصي شفاخانې کې د طبي معاینې وروسته د جمعې د ورځې سهار بیا د راولپنډي ادیاله زندان ته ولیږدول شو.

د پاکستان سترې محکمې امر کړی و چې هغه د معاینې او درملنې لپاره خصوصي شفاخانې ته ولیږدول شي. ډاکټرانو د څو ساعته معاینې وروسته د هغه روغتیایي حالت د زندان د دوام لپاره مناسب وبلل. د پاکستان حکومت د چهارشنبې پر ورځ د دې امر پر وړاندې مخالفت کړی و، خو د اداري نیمګړتیاوو له امله د بیاکتنې غوښتنه یې رد شوه.

خان د اګست ۲۰۲۳ راهیسې زندان کې دی او پر ډیری قضایي پرونو کې محکوم شوی دی. د هغه ګوند تحریک انصاف اعلان کړی چې د سپتامبر پر ۲۷مه به د هغه د آزادۍ لپاره په ټول پاکستان کې لوی مظاهرې وکړي.

#عمران\_خان #پاکستان #زندان #تحریک\_انصاف

Author