د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د سعودي عربستان د ولياهد محمد بن سلمان د پاريس سفر د دواړو هيوادونو د اړيکو مهمه پړاو وباله. هغه وويل چې دواړه هيوادونه تل د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره هڅه کوي.

مکرون زياته کړه چې د دواړو هيوادونو همکاري د لويو پروژو، پرمختللي ټيکنالوژۍ، پانګونې او نړيوالو پيښو پر بنسټ ولاړه ده او کيدلاى شي دا همکاري نوره هم پراخه کړي.

دا سفر هغه مهال ترسره کيږي چې د منځني ختيځ کې پوځي تاوتريخوالى روان دى. سعودي عربستان هڅه کوي خپلې اړيکې د سيمه ييزو او نړيوالو ځواکونو، لکه امريکا او اروپايي هيوادونو سره پراخه کړي.

#فرانسه #سعودي\_عربستان #بن\_سلمان #مکرون #منځنى\_ختيځ

🌐

Author