د افغان ایواک او هیاس د ګډ سروې پایلې چې د امریکا د لیک ریسرچ پارتنرز او ده ترانس ګروپ له خوا ترسره شوې، ښیي چې د هغو افغان کډوالو د منلو ملاتړ چې د امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، له ۵۲ سلنې نه ۷۲ سلنې ته لوړ شوی دی.

د دغې سروې له مخې، د جمهوري غوښتونکو ترمنځ هم دغه ملاتړ له ۲۲ سلنې نه ۵۴ سلنې ته لوړ شوی او ۸۴ سلنه ګډونوالو باور لري چې امریکا باید د خپلو افغان متحدینو د ساتنې ژمنه وکړي.

خو دا هغه وخت دی چې ولسمشر ډونالډ ټرامپ د سپینې ماڼۍ ته د راستنیدو وروسته د افغان کډوالو د بیاځایښت پروسه او د ځانګړي مهاجرتي ویزې اجراء معلق کړې ده.

#افغان\_کډوال #امریکا #مهاجرت #ویزه #ټرامپ

🌐

Author