د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ په بدخشان کې وویل چې د شکی ولسوالۍ په قطقطی سره زرو کان کې درې کارګران د چت د ړنګېدو له امله بند پاتې دي. د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

یو سیمه ییز سرچینه وویل چې تیره اونۍ هم په همدې کان کې دوه کارګران مړه شوي وو. کارپوهان د کانونو غیر معیاري استخراج او د خوندیتوب د وسایلو نشتوالی د دې پېښو اصلي لامل بولي.

په افغانستان کې د کانونو د تونلونو او چتونو ړنګېدل لا هم د کارګرانو ژوند ګواښي او چاپیریال ته هم زیان رسوي.

#د\_کارګرانو\_حقوق #د\_کانونو\_پېښې #بدخشان 🌍

Author