د افغانستان د شیعه عالي کمېسیون وویل چې د کابل دفتر یې د یوې ورځې محاصرې وروسته بیا خلاص شوی دی.

د طالبانو د عدلیې وزارت ځواکونو پرون دفتر محاصره کړی و خو د استخباراتي ځواکونو له مداخلې وروسته محاصره پای ته ورسېده.

کمېسیون تر اوسه د محاصرې په اړه کومه توضیح نه ده ورکړې. ځینې پخواني پارلماني استازي او هزاره او شیعه عالمان د دې کمېسیون غړي دي. #شیعه\_کمېسیون #کابل #طالبان\_حکومت 🌍

Author