په فراه کې سیمه ییزو سرچینو ویلي چې غلو په بکوا ولسوالۍ کې یو دوکان ته ورغلل او یو ځوان یې چې نوم یې عرفان و په چاقو وواژه او پنځه سوه زره افغانۍ یې غلا کړې. عرفان اصلي اوسېدونکی هلمند و او په دوکان کې د منشي په توګه کار کاوه.
دا پېښه سه شنبه شپه د سنبلې په اوولسمه د بکوا ولسوالۍ په ودود بازار کې رامنځته شوه. سرچینې وايي عرفان شپه په خپل کاري ځای کې خوب کاوه.
په روان کال کې په بېلابېلو ولایتونو کې د غلو لخوا د وژنو څو پېښې راپور شوې دي.
#امنیت #د\_فراه\_ولایت 🌍