د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل چې له ۱۱ سپټمبر وروسته په افغانستان کې د امریکا شتون د جیوپولیټیکو موخو لپاره و. هغه واشنګټن تورن کړ چې د ملګرو ملتونو له پرېکړه‌لیکونو یې ناوړه ګټه اخیستې.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې امریکا د تروریزم پر وړاندې د مبارزې پر ځای خپل نفوذ پراخ کړ. د هغه په وینا، دا تګلاره وروسته په عراق او لیبیا کې هم پلي شوه.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې بریدونو کې نږدې درې زره کسان په امریکا کې ووژل شول. دې پېښې په سیمه کې د امریکا پوځي شتون ته لاره هواره کړه.
🌐 #روسیه #امریکا #افغانستان #جیوپولیټیک

Author