له روزګان او خوست ولایتونو څخه د یوه سړي او یوه ماشوم د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي دي. په روزګان کې ناپېژاندو وسله والو یو کس وژلی چې د یوې ښځینه ډاکټرې محرم و.

د طالبانو د امر بالمعروف ادارې د مقرراتو له مخې، ښځینه ډاکټرانې باید له محرم سره کار ته لاړې شي. په ورته وخت کې په خوست کې د یوه اووه کلن ماشوم مړی موندل شوی دی.

په کندهار کې د یوې بلې پېښې په روښانه کېدو سره د مرموزو وژنو شمېر دریو ته ورسېد. د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
🌐 #افغانستان #روزګان #خوست #حقوق_بشر

Author