حوثي ځواکونو په سره سمندرګي کې د یمن ساحلي ښارونو او ټاپوګانو له نیولو وروسته د باب المندب ستراتیژیک تنګی په بشپړه توګه خپلي ولکې ته راوستلی دی. الجزیرې شبکې راپور ورکړی چې دا نړیواله اوبه لاره اوس د حوثیانو په کنټرول کې ده.

د حوثیانو ویاند یحیی سریع ویلي چې د باب المندب تنګی د سعودي عربستان له کښتیو پرته د ټولو سوداګریزو کښتیو پر مخ پرانیستی دی. هغه زیاته کړه چې سعودي کښتۍ یوازې هغه مهال د تېرېدو اجازه لري چې پر یمن لګېدلی محاصره پای ته ورسېږي.

حوثي وسله والو په تېرو درېیو ورځو کې چټک پرمختګ کړی او د ذوباب بندر او میون ټاپو په ګډون مهمې سیمې نیولي دي. تر اوسه د یمن د رسمي حکومت له خوا د دغو سیمو د بېرته نیولو کوم اقدام نه دی شوی.

#حوثیان #باب_المندب #یمن #سعودي #سره_سمندرګی #منځنی_تیزیر
🌐 zarintv.com

Author