خبري سرچینو خبر ورکړی چې د طالبانو حکومت امنیتی او استخباراتي ځواکونو د دې ډلې پخوانی لوړپوړی غړی معتصم آغاجان په کندهار ښار کې نیولی دی.

د سرچینو په خبره، دا نیونه په یوه دیني مدرسه کې تر هغې محاصرې وروسته وشوه چې یو شمېر ناپیژندل شوي کسان هلته ورغلي وو. نوموړی د نیول کېدو وروسته د امنیه قوماندانۍ ته انتقال شو.

معتصم آغاجان له دې مخکې هم د طالبانو له رهبرۍ سره د اختلافاتو مخینه لري او په تېرو کلونو کې څو ځله نیول شوی و.
#کندهار #افغانستان #امنیت #طالبانو_حکومت

Author