د یمن د حوثیانو د عالي سیاسي شورا مشر مهدی المشاط اعلان وکړ چې دا ډله د سعودي عربستان پر ضد نوې تګلاره تعقیبوي. هغه ټینګار وکړ چې د حوثیانو غوراوي به ډېر دردونکي شي.

المشاط د سعودي د محاصرې پای ته رسولو، د هوايي ډګرونو پرانستلو او د تاوان غوښتنه وکړه. هغه زیاته کړه چې په سرې بحیره کې کشتیراني خوندي ده مګر د سعودي کښتۍ استثنا دي.

دا څرګندونې د صنعا د نیولو په دولسم تلین کې وشوې. حوثیانو د دغه کال له دوبي راهیسې د سعودي پر بندرونو سمندري محاصره پیل کړې ده.
#یمن #عربستان_سعودی #حوثی

Author