د ازادۍ جبهې ویاند وایي چې په کونړ او نورستان ولایتونو کې د دوی او طالبانو ترمنځ په نښتو کې د طالبانو تر اتیا ډیر غړي وژل شوي او ټپیان شوي دي. نوموړی زیاتوي چې د دوی پوستو باندې بریدونه په شاتزول شوي او ځینې وسلې د دوی لاس ته ورغلې دي.بلخوا سیمه ایزې سرچینې تاییدوي چې د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کې جګړه یو ځل بیا پیل شوې ده. د دواړو لورو ترمنځ د تلفاتو په اړه بیلابیلې ادعاوې شوې دي خو خپلواکو سرچینو تر اوسه نه دي تایید کړي.په دغو سیمو کې وروستۍ نښتې د امنیتي ننګونو د زیاتیدو ښکارندوي کوي.#د_ازادۍ_جبهه #کونړ #نورستان #طالبان

Author