د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان، اعلان وکړ چې د طالبانو حکومت او ځینې نور ګاونډي هېوادونه له دوستانه اړیکو سره سره، خپلې ځانګړې ګټې او محاسبې لري. هغه د سې شنبې په ورځ، د میزان په اوومه، په تهران کې په یوې غونډه کې وویل: "عراق، افغانستان، پاکستان، اذربایجان او نور دوست او ګاونډي هېوادونه له موږ سره مرسته کوي، خو خپلې محاسبې هم لري."
دا څرګندونې د ختیځو ګاونډیانو سره د امنیتي همکاریو په اړه د ښاغلي پزشکیان د پخوانیو دریځونو په دوام کې راځي. هغه تر دې مخکې هم ویلي وو چې طالبانو او پاکستان په "جګړه ییزو شرایطو" کې له تهران سره ښه همکاري کړې او ایران ته د ناامنۍ رامنځته کولو لپاره د "بهرنیو" عناصرو د ننوتلو مخه یې نیولې ده.
د ایران ولسمشر ټینګار کړی و چې د دواړو لورو چارواکو د پولو د ګواښونو د کنټرول او د وسله والو ډلو د خوځښتونو د مخنیوي لپاره په پولو کې ځواکونه ځای پر ځای کړي دي، که څه هم د دغو ځواکونو په اړه یې ډېر جزئیات نه وو ورکړي.
د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د ایران اسلامي جمهوریت اړیکې له دغې ډلې سره تر ډېره پر اقتصادي او امنیتي همکاریو، په ځانګړې توګه د پولو په مدیریت او د قاچاق پر وړاندې په مبارزه ولاړې دي. سره له دې، تهران تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
ایراني چارواکو په وروستیو کلونو کې په پرله پسې توګه د پولو پر ګډ مدیریت، د نشه یي توکو له قاچاق سره پر مبارزې او د وسله والو ډلو د نفوذ پر مخنیوي ټینګار کړی دی. طالبانو هم په ځینو مواردو کې، په ځانګړې توګه د پولو د امنیت په برخه کې، له ایران سره همکاري ښودلې ده.
د ښاغلي پزشکیان وروستی دریځ په داسې حال کې نیول کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ پوله ییز تاوتریخوالی زیات شوی او تهران د یوه مهم سیمه ییز لوبغاړي په توګه، په وار وار دواړه لوري زغم او د خبرو له لارې د اختلافونو حل ته رابولي.
سرچینه: افغانستان انټرنشنل
🌐