د افغانستان برښنا شرکت (برښنا) اعلان وکړ چې د تاجکستان برښنا شرکت (برق تاجک) افغانستان ته د خپلې صادراتي برښنا د حجم له زیاتوالي سره هوکړه کړې ده. دا هوکړه تاجکستان ته د عبدالحق همکار په مشرۍ د برښنا شرکت د یوه پلاوي د سفر پر مهال شوې ده.
برښنا شرکت د چهارشنبې په ورځ، د میزان په اتمه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د ښاغلي همکار او د تاجکستان د برښنا شرکت د رئیس، محمدعمر آسوزاده، ترمنځ په لیدنه کې دواړو لورو د برښنا د وارداتو د حجم زیاتوالي، د لېږد د لینونو پیاوړتیا، د برښنا د کیفیت ښه والي او تعرفو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.
د دې اعلامیې له مخې، د برښنا شرکت پلاوي د تاجکستان د صادراتي برښنا د زیاتوالي غوښتنه وکړه او تاجک پلاوي په دې اړه خپل چمتووالی اعلان کړ. همدارنګه، دواړو لورو د ۵۰۰ کیلوولټ برښنا د لېږد د لین پروژې په اړه هم خبرې وکړې او پرېکړه وشوه چې د دواړو شرکتونو تخنیکي او سوداګریز ټیمونه به د هوکړو د عملي کولو لپاره کار وکړي.
افغانستان د خپلې اړتیا وړ انرژۍ د تامین لپاره په وارداتي برښنا ډېره تکیه کوي او له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه برښنا واردوي. اوسمهال، تاجکستان افغانستان ته شاوخوا ۳۰۰ میګاواټه برښنا صادروي.
د ۵۰۰ کیلوولټ برښنا د لېږد پروژه (CASA-1000) چې ټاکل شوې وه د تاجکستان او قرغزستان برښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته ولېږدوي، یوه لویه سیمه ییزه پروژه وه چې کار یې د پخواني حکومت پر مهال پیل شو خو د سیاسي بدلونونو له امله ودرېد. وروستۍ خبرې اترې کیدای شي د دې مهمې زیربنایي پروژې د ځینو برخو د بیا راژوندي کولو په لور یو ګام وي.
سرچینه: د افغانستان برښنا شرکت
🌐