د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې مسکو د تاجکستان او افغانستان پر پوله امنیتي وضعیت له نږدې څاري او د دې پولې د امنیت د ټینګښت لپاره به دوشنبې ته خپل پوځي او تخنیکي ملاتړ ته دوام ورکړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان په شمال کې د سخت دريځو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوه ریاست مشر، الکساندر استرنیک، د دوشنبې په ورځ، د میزان په ۱۳مه، له ریانووستي خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د تاجکستان او افغانستان د پولې امنیت تامینول تل د مسکو د پاملرنې په مرکز کې دي. هغه ټینګار وکړ چې تاجکستان ته د پوځي او تخنیکي تجهیزاتو لېږل د ګډو پروګرامونو پر بنسټ دوام لري.
دا مرستې د ډله ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) د یوه بین الدولتي پروګرام په چوکاټ کې چې په ۲۰۲۴ کال کې د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره تصویب شوی و، او همدارنګه تر ۲۰۴۲ کال پورې د تاجکستان د وسله والو ځواکونو د عصري کولو پروګرام له مخې ورکول کېږي.
دغه روسي ډیپلومات زیاته کړه چې د روسیې امنیتي بنسټونه په دوامداره توګه د تاجکستان سرحدي ځواکونو ته تخنیکي تجهیزات او وسلې سپاري. دا اقدام د افغانستان په بدخشان ولایت کې د وروستیو ناامنیو او د افغانستان له خاورې څخه د تروریستي ګواښونو، په ځانګړې توګه د داعش خراسان له لوري، په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو د پراخو اندېښنو په ځواب کې ترسره کېږي.
تر دې مخکې، د ډله ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي، طلعت بیک مصدقوف، هم د پولې د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې د تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره به د وسلو لومړۍ جوپې د سږ کال په مني کې وسپارل شي. هغه ټینګار کړی و چې روسیه د دې تجهیزاتو په برابرولو کې اصلي رول لوبوي.
د ډله ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي همدارنګه د تاجکستان د پولې د پیاوړتیا د بهیر پر ګړندي کولو ټینګار کړی و او خبرداری یې ورکړی و چې په دې سیمه کې هره امنیتي ستونزه کولی شي په چټکۍ سره د دې سازمان نورو غړو هېوادونو ته هم خپره شي.
په ورته وخت کې، د روسیې دفاع وزیر هم اعلان کړی و چې د دغه هېواد په تاجکستان کې پوځي اډې له افغانستانه د هر ډول احتمالي ګواښ سره د مقابلې لپاره په پوره تیارسئ کې دي.
سرچینه: ریانووستی
🌐