د ملګرو ملتونو د نشه

يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) په خپل نوي راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د تریاکو د پلور عاید شاوخوا ۵۲۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، چې د هېواد د کرنې د سکټور د ارزښت ۸.۵ سلنه جوړوي.

د راپور له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه په ۲۰۲۶ کال کې ۴۳ زره او ۳۰۰ هکټارو ته لوړه شوې، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې دغه کچه ۱۰ زره او ۲۰۰ هکټاره وه. دا په یو کال کې د کوکنارو په کښت کې د څلور برابره زیاتوالي ښودنه کوي.

د تریاکو تولید هم له ۲۹۶ ټنو څخه ۱۴۶۶ ټنو ته لوړ شوی دی. راپور کې څرګنده شوې چې دا د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت او نشه

يي توکو د تولید له بندیز وروسته تر ټولو لوی زیاتوالی دی.

له دې سره سره، یونودیسي ویلي چې د کوکنارو د کښت او تریاکو د تولید اوسنۍ کچه لا هم د ۲۰۲۲ کال له بندیز مخکې د ثبت شویو شمېرو په پرتله ټیټه ده. په هغه وخت کې افغانستان د نړۍ تر ټولو لوی د تریاکو تولیدوونکی هېواد و.

راپور ښيي چې د طالبانو د مشر د فرمان سره سره، بزګران د اقتصادي ستونزو او د مناسبو بدیلو کښتونو د نشتوالي له امله یو ځل بیا د کوکنارو کښت ته مخه کړې ده.

طالبانو له دې وړاندې په افغانستان کې د نشه

يي توکو په اړه د ملګرو ملتونو راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا شمېرې له رسمي ارقامو او ساحوي حقیقتونو سره سمون نه لري. د طالبانو ویاندویانو تل د نشه

يي توکو پر وړاندې پر خپلې مبارزې ټینګار کړی دی.

سرچینه: UNODC

🌐

Author