د تروریزم ضد چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال الکساندر زویف خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې پرمختللي تجهیزات، په ځانګړي ډول بې‌پیلوټه الوتکې یا ډرون ترلاسه کړي دي. نوموړي وویل چې دغه ډله د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره خپل تبلیغات د شانګهای د غړو هېوادونو ژبو ته ژباړي او خپروي.

د ملګرو ملتونو دغه جګپوړي چارواکي د ازبیکستان په سمرقند کې د «شانګهای پلس» امنیتي غونډه کې څرګنده کړه چې انټرنېټ او پر لیکه فضا د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د ترهګرۍ د جذب او استخدام ګواښونه لوړ کړي دي. هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید له بریدونو وروسته غبرګون پر ځای د بریدونو مخنیوي ته پام واړوي.

زویف په تاجکستان او قزاقستان کې خپلو پخوانیو کاري تجربو ته په اشارې وویل چې ماشومان او ځوانان په انټرنېټي فضا کې ډېر ژر د توندلارو ډلو لخوا جذبیږي. هغه تر دې وړاندې هم د امنیت په شورا کې ویلي وو چې داعش خراسان د سیمې او نړۍ لپاره یو تر ټولو جدي ګواښ دی.

په ورته وخت کې د ازبیکستان د دولتي امنیتي ادارې مشر بهادر قربان‌اف په دې غونډه کې وویل چې یوازې سږ کال په دغه هېواد کې له ۴۹ زرو ډېرې افراطي انټرنېټي سرچینې پېژندل شوې دي، چې دا کچه د تېر کال په پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي. هغه د سایبري ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د یوه ګډ نړیوال چوکاټ غوښتنه وکړه.

د سمرقند په دې امنیتي غونډه کې د ۲۴ هېوادونو ۳۳ پلاوو، پنځو نړیوالو سازمانونو او څه باندې ۱۸۰ امنیتي استازو ګډون کړی وو. په دې ناسته کې د ترهګرو لخوا د ټولنیزو رسنیو، غیرقانوني مالي چارو او مصنوعي ځیرکتیا پر ناوړه ګټې اخیستنې او ګډو حل‌لارو بحث وشو.

نړیوالو ادارو په وار وار د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د راټولېدو او شتون په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. د کتونکو په باور، د داعش خراسان ګواښونه له پولو اوښتي او د سیمې د هېوادونو ګډو اندېښنو ته لار هواره کړې ده.

سرچینه: په سمرقند کې د شانګهای پلس ناسته

🌐

Author