په نورستان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست د څه باندې ۲۸ میلیونه او ۴۷۵ زره افغانیو په ارزښت د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو د پلور خبر ورکړی دی.

د ځايي سرچینو د راپور له مخې، په نورستان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس سید رحیم عمیر وویل چې دا ډبرې د دوشنبې په ورځ په کانتیوا ولسوالۍ کې د یوې ازادې داوطلبۍ له لارې وپلورل شوې.

نوموړي د پلورل شویو ډبرو د ټول وزن په اړه معلومات ورنه کړل، خو څرګنده یې کړه چې په دې ډبرو کې بیروج، کونزایټ او مارګنیټ شامل وو او د کانتیوا ولسوالۍ له کانونو استخراج شوې وې.

د عمیر په وینا، له دې پلور څخه ترلاسه شوې دوه میلیونه او ۷۴۷ زره او ۵۰۰ افغانۍ د طالبانو د حکومت خزانې ته سپارل شوې دي.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې هم د نورستان د وانت او وایګل ولسوالیو څخه ایستل شوې قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرې د نږدې ۲۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوې وې.

د طالبانو حکومت د خپلو عوایدو د برابرولو لپاره د هېواد د کانونو او طبیعي زېرمو استخراج ته پام اړولی، هغه چاره چې د منتقدانو له پراخو نیوکو سره مخ ده.

سرچینه: په نورستان کې ځايي سرچینې او د طالبانو مسوولین

🌐

Author