د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې اسرائيل د امریکا متحدو ایالتونو حکومتونه تېرباسي او بېپایه جګړو ته یې بیايي.
عراقچي د دوشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو څرګندونو ته غبرګون وښود چې د امریکایانو ترمنځ یې د ایران د جګړې د نامحبوبیت په اړه کړې وې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې د امریکا ولسمشر په خپله اعتراف کړی چې ګڼ امریکایان له اسرائيل څخه ناراضه دي، خو د دې لامل نه شي درک کولی.
د نوموړي په وینا، د امریکا ولس نور له دې ستړی شوی چې حکومتونه یې د اسرائيل په غوښتنه په سیمه کې اوږدو او بېپایلو جګړو ته ورټېل وهل شي.
دا څرګندونې وروسته تر دې کېږي چې ټرمپ له سيبيایس سره په مرکه کې له ایران سره جګړه د اسرائيل د بقا لپاره اړینه وبلله او ویې ویل چې د ده له ګامونو پرته به اسرائيل له منځه تللی وای.
ټرمپ دا هم ومنله چې د ایران جګړې او د تېلو د بیو لوړېدو د کانګرس په منځمهالو ټاکنو کې د جمهوريپالو پر ماتې اغېز کړی دی.
تر دې وړاندې د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي و چې د امریکا مخکینیو ولسمشرانو ته یې هم پر ایران د برید مشوره ورکړې وه، خو بارک اوباما او جو بایډن دا کار ونه کړ.
سرچینه: اطلاعات روز
🌐