د امریکا په ارلینګټن ملي هدیره کې د نامعلوم سرتېري د مقبرې یوه ساتونکي د دغه هېواد د دفاع وزیر پیټ هګسیت پلاوي ته د خندا له امله کلک خبرداری ورکړ او د درناوي غوښتنه یې وکړه.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې د دفاع وزیر په ملګرو کې د یوې ښځې د خندا له اورېدل کېدو وروسته، ساتونکی سرتېری سمدلاسه د هغوی خوا ته راګرځي.

دغه ساتونکي په لوړ غږ هغوی ته وویل چې ټول لیدونکي باید هر وخت چوپتیا او د درناوي فضا وساتي.

دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د یادې مقبرې د لیدنې پر مهال وشوه او ساتونکي دغه کسان د مقبرې د سپېڅلتیا د نه مراعاتولو له امله پړه وبلل.

پنټاګون د یاد ساتونکي د غبرګون ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې سرتېري په حقه لیدونکو ته د درناوي اصولو ورپه زړه کول کړي دي.

د نامعلوم سرتېري مقبره د امریکا یو له خورا سپېڅلو پوځي ځایونو څخه ګڼل کېږي چې تل پکې خورا سخت پروتوکولونه او چوپتیا رعایت کېږي.

سرچینه: نړيوالې رسنۍ

🌐

Author