د مایکروسافټ ګڼ شمېر کاروونکو په ځانګړي ډول په متحده ایالاتو کې د اوټ‌لوک او نورو مهمو خدماتو په کارولو کې د ستونزو راپور ورکړی دی.

د ډاون‌ډېټیکټور د معلوماتو له مخې، یوازې په امریکا کې له ۳۹ زرو زیاتو کسانو د دغه شرکت په اپلېکېشنونو کې د خرابۍ خبر ورکړی دی.

دا ګډوډي د نوامبر په ۱۲مه نېټه په ۷۴ هېوادونو او سیمو کې ثبت شوه او د اوټ‌لوک، ټیمز، کوپایلوټ او ون‌ډرایو خدمات یې اغېزمن کړل.

دغه تخنیکي ستونزې د سوداګریزو بنسټونو کاري برېښنالیکونو ته د لاسرسي په برخه کې لوی خنډونه راولاړ کړي دي.

مایکروسافټ اعلان کړی چې له دې پېښې خبر دی او د ستونزې د ژر هوارولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.

دغه شرکت اداري مسوولینو ته یو ځانګړی شمېره هم ورکړې څو له لارې یې د سیسټم د بېرته جوړېدو بهیر وڅاري.

سرچینه: ډاون‌ډېټیکټور

🌐

Author