لیکوال: زړګی ویساء صافی

سیاسي فعال او د بشري حقونو مدافع

افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي چې د تاریخ، دین او کلتور له مخې له یو بل سره ژورې اړیکې لري. په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان د جګړو، ناامنیو او اقتصادي ستونزو له امله ګڼ شمېر افغانې کورنۍ اړې شوې چې په پاکستان کې پناه واخلي. ډېرو دغو کورنیو کلونه هلته تېر کړي، ماشومان یې لوی شوي او د ژوند یوه مهمه برخه یې له هماغې ټولنې سره تړلې ده.

دا د منلو خبره ده چې هر هېواد د خپلو پولو، امنیت او قوانینو د ساتنې حق لري او پاکستان هم له دې حق څخه برخمن دی. خو د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل په لاره کې باید د بې‌وسه خلکو ژوند، عزت او انساني کرامت له پامه ونه غورځول شي.

په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د نیولو، د اقامې د اسنادو د ستونزو، د کورنیو د بې‌ځایه کېدو او جبري ستنولو په اړه راپورونو د افغانانو ترمنځ جدي اندېښنې راپارولې دي. په ځانګړې توګه هغه کورنۍ چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي، اوس له نامعلوم برخلیک سره مخ دي زما په اند، دا موضوع باید له احساساتي غبرګونونو لرې، د عقل، تفاهم او ډیپلوماتیکو لارو له مخې وڅېړل شي. له پاکستاني چارواکو زموږ تمه دا ده چې د افغان کډوالو موضوع د انساني مسوولیت له مخې مدیریت کړي. هره پرېکړه باید د کډوالو د شرایطو، قانوني اسنادو او احتمالي خطرونو په پام کې نیولو سره ترسره شي په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو، ناروغانو، سپین‌ږیرو او هغو کسانو وضعیت باید په جدي توګه وڅېړل شي چې افغانستان ته له ستنېدو وروسته له ځانګړو خطرونو او ستونزو سره مخ کېدای شي. هېڅوک باید د داسې پرېکړو قرباني نه شي چې ژوند، امنیت او راتلونکی یې له ګواښ سره مخ کوي د نړیوالو بشري حقونو اصول څرګندوي چې د انسان کرامت باید د تابعیت، قوم او سیاسي وضعیت له مخې تر پښو لاندې نه شي. له همدې امله، له پاکستان حکومت څخه غوښتنه کوو چې د افغان کډوالو د نیولو او بېرته ستنولو پر مهال نړیوال قوانین او انساني اصول مراعات کړي او د قانوني اسنادو لرونکو افغانانو لپاره د ستونزو د حل مناسبې لارې برابرې کړي.

همدارنګه، له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو، د کډوالو له عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د بشري حقونو له اړوندو ادارو څخه غوښتنه کوو چې د افغان کډوالو موضوع یوازې په اعلامیو او اندېښنو محدوده نه کړي، بلکې د ستونزې د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي نړیوال بنسټونه باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تفاهم او خبرو اترو زمینه برابره کړي او د هغو کورنیو ملاتړ وکړي چې بېرته افغانستان ته ستنېږي او د سرپناه، کار، روغتیا او زده‌کړو له ستونزو سره مخ دي موږ نه غواړو چې د افغان او پاکستاني ولسونو ترمنځ بې‌باوري او واټن رامنځته شي. د دواړو هېوادونو ولسونه د یوه بل دښمنان نه دي. ستونزې باید د خبرو اترو او متقابل درناوي له لارې حل شي، نه په داسې اقداماتو چې د عامو خلکو ژوند له کړاوونو سره مخ کړي زموږ غوښتنه له پاکستان څخه د ځانګړي امتیاز غوښتنه نه ده؛ بلکې یوازې دا غواړو چې له افغان کډوالو سره د قانون، عدالت او انساني کرامت له مخې چلند وشي. نړیواله ټولنه هم باید په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي هیله ده چې د افغان کډوالو ستونزه د سیاسي اختلافاتو پر ځای د تفاهم، همکارۍ او ګډ انساني مسوولیت له لارې حل شي؛ ځکه د انسان عزت، ژوند او امنیت تر هر ډول سیاسي ملاحظاتو لوړ ارزښت لري.

زړګی ویساء صافی

سیاسي فعال او د بشري حقونو مدافع

Author