د افغان ښځو لسو بنسټونو او اعتراضي خوځښتونو په يوه ګډه اعلاميه کې وويل چې مېرمنې د تاوتريخوالي، تبعيض او بې‌عدالتۍ په وړاندې يوازې نه دي.

په دغه ايتلاف کې د عدالت او برابرۍ لپاره د ښځو د غږ بنسټ، د پنجشېر د ښځو خوځښت، د نوي خراسان خوځښت او د شمال د معترضو ښځو خوځښت شامل دي. دغه راز د سپيدها پټ ښوونځی، پناه خوځښت، د افغان ښځو د ازادۍ لارې خوځښت، د افغان ترک‌تبارو ښځو خوځښت، د فانوس ازادۍ خوځښت او د عدالت غوښتنې نهضت هم په‌کې برخه لري.

په اعلاميه کې راغلي چې د ښځو د خوځښتونو پيوستون د مبارزې اصلي ځواک دی او سوله ييزې هڅې به دوام ولري.

دغو ډلو «نه تاوتريخوالي ته، نه تبعيض ته، نه جنسيتي اپارټايډ ته» شعار پورته کړی او د افغان ښځو د ازادۍ او برابرۍ غوښتنه يې کړې ده.

واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته افغان مېرمنو له ګڼو بنديزونو سره سره په بېلابېلو بڼو مدني اعتراضونو ته دوام ورکړی دی.

يادو لسو خوځښتونو ټينګار وکړ چې د افغان مېرمنو بشري کرامت او بنسټيز حقونه د خبرو اترو وړ نه دي او مدني هڅې به روانې وي.

سرچینه: د افغان ښځو د خوځښتونو ګډه اعلامیه

🌐

Author