د «۱۶ ورځې، ۱۶ غږونه» کارزار په شپږمه ورځ مجاهده منصوري، د عدالت غوښتونکو ښځو د غورځنګ غړې، وايي چې هیڅ ښځه باید د نورو د تعصب، جهل او ځان‌غوښتنې بیه په اوښکو او درد ادا نه کړي. آغلې منصوري ټینګار کوي چې ښځه حق لري ژوند وکړي، انتخاب وکړي او آزاده وي، نه دا چې هره ورځ د خپل ځان او کرامت د ساتلو لپاره مبارزه وکړي.

هغه وايي چې پر ښځه تاوتریخوالی یوازې د یوه انسان ماتول نه دي؛ د زرګونو خوبونو خاموشول او د یوې ټولنې د راتلونکي تباه کول دي.

Author