د هندي سینما وتلې ستورې ایشا دیول د ۲۰۲۶ کال پیل په دوبۍ کې په ډېر احساساتي ډول ونیمانځه او خپل مرحوم پلار، دارمندرا یې یاد کړ.
هغې په انسټاګرام کې یو انځور خپور کړ چې پکې د برج خلیفه مخې ته اسمان ته اشاره کوي او لیکلي یې دي: “پلاره مینه درسره لرم.” د هغې ورور بوبي دیول هم په دې پوسټ د زړه نښې ایښې دي.
د بالیوود افسانوي ستوری دارمندرا تېره میاشت د ۸۹ کلونو په عمر وفات شو او د دیول کورنۍ لا هم د هغه په ویر کې ده.
په دوبۍ کې د نوي کال د جشنونو سربېره، ایشا یوه شیبه د خپل پلار یاد ته ځانګړې کړه. د دارمندرا له مړینې وروسته د بالیوود ډېری ستورو لکه سلمان خان د هغوی په کورنۍ غونډو کې ګډون کړی و.
دا ورځې د دیول کورنۍ لپاره ځانګړې دي، ځکه د دارمندرا وروستی فلم “یکیس” (Ikkis) د نوي کال سره سم سینماګانو ته راغلی دی. په دې جنګي فلم کې دارمندرا د یوه شهید شوي سرتېري د پلار رول لوبولی دی. فلم جوړونکو او مینه والو د دې مرحوم ستوري وروستی رول ډېر ستایلی دی.