د معمر قذافي مشهور زوی سیف الاسلام قذافي د ۵۳ کلونو په عمر د لیبیا په زنتان ښار کې ترور شو . د هغه سیاسي ټیم تایید کړې چې “څلور نقاب پوشه وسله وال” د هغه کور ته ننوتل او هغه یې وواژه. هغه چې یو وخت د خپل پلار ځای ناستی ګڼل کیده، کلونه یې په پټه ژوند کاوه.
سیف الاسلام په ۲۰۱۱ کال کې د خپل پلار د رژیم له سقوط وروسته ونیول شو او په اعدام محکوم شو، خو وروسته خوشې شو او حتی هڅه یې وکړه چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ځان نوماند کړي . هغه چې د لندن د اقتصاد په مدرسه کې زده کړې کړې وې، یو متناقض شخصیت درلود؛ له یوې خوا د اصلاحاتو پلوی او له بلې خوا د بشریت ضد جنایتونو تورن و.
د هغه مړینه د لیبیا د جنجالي تاریخ د یو بل فصل پای دی. د جرمونو نړیوالې محکمې کلونه هڅه وکړه چې هغه ونیسي، خو هغه غوره کړه چې په لیبیا کې پاتې شي او واک ته د رسیدو هڅه وکړي، هغه هڅه چې بالاخره د هغه په مړینه پای ته ورسیده .