د موسیقۍ او سینما ۵۶ کلنې ستورې جنیفر لوپز په لاس ویګاس کې د خپل وروستي کنسرت پر مهال چوپتیا ماته کړه او هغو کسانو ته یې ځواب ورکړ چې د هغې د جامو پر ډول نیوکې کوي.
هغې په داسې حال کې چې ځانګړي او جلا لباسونه یې اغوستي وو، مینه والو ته وویل چې که تاسو هم داسې بدن لرلای، نو همداسې جامې به مو اغوستې وای، چې د خلکو لخوا په چکچکو بدرګه شوه.
لوپز د خپلو ودونو د شمېر په اړه هم ټوکې وکړې او له بن افلک څخه یې د خپل وروستي جلاوالي سختو ورځو ته اشاره وکړه.
هغې وویل چې کله ناکله د خپلو ودونو شمېر هېروي، خو اوس د خپل ژوند په یوه خوشحاله پړاو کې ده. هغې زیاته کړه چې په ۲۰۲۴ کال کې د طلاق له ننګونو سره سره، اوس ښه احساس لري او پر راتلونکي تمرکز کوي.
دې نړیوالې ستورې چې مخکې یې له اوجاني نوآ، کریس جاد او مارک انتوني سره هم ودونه کړي وو، وښودله چې د انټرنیټي ترولونو منفي نظرونه پرې اغېز نه کوي.
هغې په پوره انرژۍ سره خپلو سندرو ته دوام ورکړ او ثابته یې کړه چې په دې عمر کې هم پوره باور لري.