د یو اف سي مشهور شنونکي جو روګان په خپل پادکست کې د ځوان کامروني مبارز اتیبا ګوتیا ستاینه وکړه او هغه یې د منځني وزن راتلونکی اتل وباله.

روګان د ګوتیا د بدن جوړښت د “یوناني خدای” په توګه یاد کړ او د دې ۲۳ کلن ورزشکار له ویجاړونکي ځواک او لوړ سرعت څخه یې حیرانتیا وښوده.

ګوتیا د ۹ بریاوو (۸ ناک اوټ) په لرلو سره په چټکۍ د پرمختګ په حال کې دی.


روګان له شین ګیلیس سره په خبرو کې وویل: “هغه ویرونکی دی. ځواک یې ډارونکی، سرعت یې لوړ او تخنیک یې بې ساري دی. هغه ټول له مخې لرې کوي.

” دا مبارز ټاکل شوې چې راتلونکې میاشت په UFC 324 سیالیو کې له اندري پولیاف سره مخ شي، چې دا سیالي کولی شي د هغه ځای نور هم لوړ کړي.


د ګوتیا ترڅنګ، روګان د PFL انګلیسي مبارزې داکوتا دیچوا ستاینه هم وکړه. هغه د دیچوا د موای تای مهارتونو ته په اشارې خبرداری ورکړ چې باید د هغې ښکلې څیرې ته ونه ګورئ، ځکه هغه د مبارزې په ډګر کې بې رحمه ده او سیالان په خپلو ځواکمنو ضربو له پښو غورځوي.

یوافسي #جوروګان #رزميورزش #مبارزه #ایمایمای #اتيباګوتیا #اتل #ورزش #ورزشيخبرونه #ناک_اوټ #فایټر

Author