د هندي سینما جنجالي ډایرکټر سندیپ ریډي وانګا، د ۲۰۲۶ کال د پیل سره سم د خپل نوي فلم “سپریټ” (Spirit) لومړنی پوسټر خپور کړ.
په دې پوسټر کې مشهور ستوری پرابهاس په داسې حال کې لیدل کیږي چې بدن یې ټپي او تړلی دی او د شرابو یو بوتل یې په لاس کې دی. تریپتي دیمري هم ورسره لیدل کیږي چې د هغه لپاره سیګریټ لګوي.
دې پوسټر له خپریدو سره سم بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. د ټولنیزو رسنیو ډېری کاروونکو د پرابهاس بڼه د وانګا په مخکیني فلم “انیمل” کې د رنبیر کپور سره پرتله کړې ده.
ځینو نیوکه کړې چې د کرکټرونو سټایل تکراری ښکاري او له ډایرکټر څخه یې غوښتي چې نوښت وکړي او د “تاوتریخوالي او نشه یي توکو” له تکراري صحنو ډډه وکړي.
خو د پرابهاس مینه وال په دې رول کې د خپل محبوب ستوري په لیدو خوښ دي. وانګا د خپل پوسټ په تشریح کې لیکلي: “هندي سینما… د اجانوباهودو شاهد اوسئ.” تمه کیږي چې “سپریټ” به د ۲۰۲۶ کال یو له ډېرو ګټونکو او بحث پارونکو فلمونو څخه وي.