د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال وویل چې اسلام اباد د افغانستان او هند له وده کوونکو اړیکو ناامنه ده او د پاکستان د اردو د ویاند خبرې د دې سرخوردګۍ نښه ده.
جیسوال د پاکستان د اردو د ویاند احمد شریف چودري خبرو ته ځواب ورکاوه، چې مسلمانان یې د غیر مسلمانانو سره له دوستۍ منع کړل؛ هند وایي دا خبرې د پاکستان د اندیښنو بازتاب دي.
دا تاوتریخوالی هغه مهال راپورته کیږي چې د تیرو لسو میاشتو کې د طالبانو د کابینې څلور غړي هند ته سفر کړی او د کابل او نوي دهلي اړیکې پراخیږي.
#هند #پاکستان #افغانستان #سیمه\_ییزه\_سیاست
🌐