د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې، د ایلان ماسک د شرکت مصنوعي ځیرکتیا “گروک” د یو ۴۹ کلن سړي ژوند وژغوره.
ډاکټرانو د هغه ناروغي غلطه تشخیص کړې وه، خو دې ماشیني ذهن هغه ته سم مشوره ورکړه.
کله چې دغه ناروغ د ګېډې له سخت درد څخه روغتون ته لاړ، ډاکټرانو ورته د معدې دوا ورکړه.
خو کله چې هغه له گروک څخه پوښتنه وکړه، نو ورته وویل شول چې ژر تر ژره سی ټي اسکن وکړي ځکه چې کیدی شي اپنډیکس یې وي.
د معایناتو وروسته معلومه شوه چې د هغه اپنډیکس د چاودیدو په حال کې و او سمدستي عملیات ته اړتیا وه.
دغه پیښه ښيي چې مصنوعي ځیرکتیا څنګه کولی شي په طبي برخه کې د انسانانو ژوند وژغوري.