د نویو راپورونو له مخې، د اپل شرکت پریکړه کړې چې په ۲۰۲۶ کال کې د ایفون ۱۸ عادي ماډل بازار ته ونه باسي.

ویل کیږي چې دا موبایل به د ۲۰۲۷ کال تر پسرلي پورې وځنډول شي.


خو د مینه والو لپاره ښه خبر دا دی چې اپل ښایی خپل لومړنی قات کیدونکی (فولډبل) ایفون په همدې کال کې معرفی کړي.

د دې ترڅنګ به د ایفون ۱۸ پرو او پرو مکس ماډلونه په خپل وخت راشي.


تمه کیږي چې ځنډول شوی ایفون به پرمختللي ځانګړتیاوې ولري، لکه د سکرین لاندې د مخ پیژندنې سیسټم او پیاوړی A20 چپ. دا بدلونونه ښيي چې اپل غواړي خپلو مشتریانو ته نوي او ځانګړي موبایلونه وړاندې کړي.

اپل #ایفون #ټیکنالوژي #موبایل #سمارټفون #خبرونه #نویماډل #ګجت

Author