د طالبانو تر مدیریت لاندې برشنا شرکت په کابل کې د شین صنعتي پارک د ۳۴ میګاواټه لمریزې بریښنا په ګډون د دریو پروژو د کار پیل خبر ورکړ .
د برشنا اجراییوي رئیس عبدالباری عمر وویل چې دا پروژې د کورنۍ پانګونې پر مټ او له بهرنۍ مرستې پرته پلې کیږي .
په دې پروژو کې یو سب سټیشن او د بریښنا د لیږد مزي هم شامل دي. ښاغلي عمر ټینګار وکړ چې کورنۍ پانګونه د هېواد د پرمختګ لپاره مهمه ده او دا پروژې به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي .
افغانستان اوس هم خپله ډیره بریښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي. طالبان وايي چې تېر کال یې د بریښنا د تولید ګڼ تړونونه لاسلیک کړي څو پر بهرنۍ بریښنا تکیه کمه کړي .