یو شمېر دولتي کارکوونکي وايي چې له دوه نیمو میاشتو تیریدو وروسته یې لا هم خپلې تنخواګانې نه دي ترلاسه کړي.
دغو کارکوونکو د ژمي په موسم کې د خپلو اقتصادي ستونزو په اړه اندیښنه ښودلې او وايي چې د مالیې وزارت ژمنې نه دي پوره شوي .
د طالبانو د مالیې وزارت مخکې ویلي وو چې د معاشونو ورکړه روانه ده، خو کارکوونکي وايي چې پیسې یې نه دي اخیستي.
ځینې سرچینې وايي چې له پاکستان سره د لارو بندیدل د دې ځنډ اصلي لامل دی .
یوه دولتي کارکوونکي رسنیو ته وویل: «د معاشونو ورکړه تر بل امر پورې ځنډیدلې ده.» دغه وضعیت د دولتي مامورینو پر کورنیو سخت اقتصادي فشار راوړی دی .