د بدخشان ولایت له سرچینو د اسد د ۱۰مې نیټې (اګسټ ۱) شنبه ورځ خبر ورکړ چې د زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو او مخالفینو ترمنځ جګړه بیا پیل شوې ده. د افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي ویډیو کې د زیباک پر سر د هلیکوپتر الوتنه لیدل کیږي.

یوې سرچینې وویل چې مخالفینو د جمعې شپه د زیباک ولسوالۍ سنګلیچ کلي کې د طالبانو یوه قافله کمین وهله او تلفات یې ورته ورکړل. تیره اونۍ د آزادۍ جبهې او طالبانو ترمنځ د جنګ مخکینۍ کرښه د توپخانې د جهیل شاوخوا وه.

تر اوسه طالبانو او مخالفینو دغو جګړو ته غبرګون نه دی ښودلی او نور توضیحات لاهم نشته. د کمین وهلو وروسته طالبانو سیمې ته ځواکونه او هلیکوپتر واستاوه.

#بدخشان #زیباک #طالبان #افغان\_مقاومت

Author