د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ایران کې د لاریون کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو ته په غبرګون کې ویلي، چې واشنګټن د پوځي غوراوي په ګډون بېلابېل ځوابونه ارزوي. هغه د خلکو وژل له سرې کرښې تیریدل وبلل او د هغو مشرانو مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوست چې په زور حکومت کوي.
ټرمپ واشنګټن ته د ستنیدو پر مهال ټینګار وکړ چې د امریکا پوځ د ایران حالات له نږدې څاري او ډیرې قوي پریکړې به ونیول شي. هغه د انټرنیټ د بندیدو په اړه وویل چې له ایلان ماسک سره به خبرې وکړي ترڅو ایران ته د سټارلینک انټرنیټ اسانتیا برابره کړي.
د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړ چې که ایران د امریکا پر پوځي اډو یا سوداګریزو مرکزونو برید وکړي، نو له ډیر سخت ځواب سره به مخ شي. هغه وویل چې د امریکا ځواب به په داسې کچه وي چې د ایران چارواکو هیڅکله نه وي تجربه کړی.
#ټرمپ #ایران #لاریونونه #بشري_حقونه #ایلان_ماسک #انټرنیټ #امریکایي_پوځ #خبرداری #خبرونه #سیاست #سیمه