د افغانستان د اماني صندوق غړي، انوارالحق احدي خبرداری ورکړی چې د فقر، بیکارۍ او د خلکو غوښتنو ته د نه پاملرنې دوام کولی شي د طالبانو پر وړاندې ولسي پاڅونونه راوپاروي.
هغه ټینګار وکړ چې خلک حکومت د خپلې سوکالۍ مسوول ګڼي، نه خدای.
د مالیې پخواني وزیر له رسنیو سره په خبرو کې د افغانستان وضعیت د ایران له وروستیو لاریونونو سره پرتله کړ او ویې ویل چې اقتصادي فشارونه د پاڅونونو اصلي لامل کیدای شي.
خو هغه زیاته کړه چې د طالبانو له ویرې او په فقر کې د ژوند عادي کیدل اوسمهال د پراخو لاریونونو خنډ شوي دي.
احدي زیاته کړه که د طالبانو ډله په خپلو تګلارو کې بدلون را نه ولي، نو د وسله والو مخالفتونو او لاریونونو احتمال شته.
د هغه په باور، د سیاسي بدیل نشتوالی او د مقاومت د جبهو کمزوری د طالبانو د واکمنۍ له دوام سره مرسته کړې ده.