د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبر ورکړی چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد لړۍ په بریالیتوب سره پای ته رسېدلې ده. سږ کال به دېرش زره افغانان د حج په فریضه کې ګډون وکړي.

دغه حاجیان د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو د اووه نوي الوتنو په ترڅ کې له څلورو زونونو څخه مکې او مدینې ته انتقال شوي دي. د حج له مراسمو وروسته به د دوی د بېرته ستنېدو بهیر هم د ټاکل شوي مهالوېش سره سم ترسره شي.

د طالبانو د حکومت چارواکو له دې وړاندې په عربستان کې له ځینو شرکتونو او یوه روغتون سره قراردادونه لاسلیک کړي وو. دغه بنسټونه به د حج په مراسمو کې افغان حاجیانو ته د ترانسپورت، هستوګنې، خوړو او روغتیایی خدمتونه برابر کړي.

#حج #افغانستان #عربستان #اسلام

🌐

Author