د امریکا د استازو مجلس غړې، کلودیا ټیني په ایکس شبکه کې د یوه جنجالي انځور په خپرولو سره د ایراني لاریون کوونکو ملاتړ وکړ. هغې داسې عکس خپور کړ چې خپله سیګریټ د علي خامنه ای په سوځیدلي عکس بلوي.
دا حرکت د هغه کمپاین برخه ده چې د ایراني میرمنو او نجونو لخوا په ټولنیزو رسنیو کې پیل شوی دی. تر دې مخکې د یوې ایراني نجلۍ ویډیو چې خپله سیګریټ یې د ایران د رهبر په عکس بل کړی و، په پراخه کچه خپره شوې وه.
د کانګرس د دې غړې اقدام پراخ غبرګونونه درلودل او په ایران کې د نوي نسل له اعتراضونو سره د امریکایي چارواکو پیوستون ښيي. دا انځورونه په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دي.