د بشري حقونو فعاله سانګه صدیقي، په هالنډ کې د زوترمیر ښار د ښاروالۍ شورا ته د ډیموکراټانو ۶۶ ګوند (D66) لخوا نومانده شوې ده. هغه ۱۷ کاله وړاندې هالنډ ته کډواله شوې وه او اوس د دې هیواد په مالیې وزارت کې کار کوي.
میرمن صدیقي خپله اصلي موخه په سیاسي پریکړو کې د میرمنو د ونډې زیاتول بللي دي. هغه باور لري چې میرمنې کولی شي په خپلو تجربو سره سیاست ډیر انساني او عادلانه کړي. د دې شورا ټاکنې د کب په ۲۷مه نیټه ترسره کیږي.
دا نوماندي په هالنډ کې د کډوالو او میرمنو د غږ د پیاوړتیا لپاره یوه هڅه ده. د D66 ګوند چې هغه یې نومانده کړې، په وروستیو پارلماني ټاکنو کې بریالی شوی او په راتلونکي حکومت کې به مهم رول ولري.

افغانستان #هالنډ #کډوال #افغانمیرمنې #سانګهصدیقي #سیاست #ټاکنې #بریالیتوب #بشري_حقونه

Author