د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د یاد وزارت کارکوونکو ته په یوه وینا کې خلکو ته په “صادقانه خدمت” ټینګار وکړ.
هغه له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې هغه عزت او مقام وساتي چې د ده په وینا خدای ورکړی او له خلکو سره نیک چلند وکړي.
حقاني څرګنده کړه چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د فرمانونو بشپړ تطبیق د ټولو کارکوونکو مکلفیت دی.
هغه زیاته کړه چې دا فرمانونه د دوی او نظام په ګټه دي او اطاعت ترې د داخلي یووالي لپاره یو اساسي اصل دی.
د کورنیو چارو وزیر همدا راز په نظم او مسؤلیت منلو ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ چې له هر هغه چلند څخه باید ډډه وشي چې د نظام د بدنامۍ لامل کیږي.
د هغه په وینا، د نظام بقا د مشرتابه په اطاعت او خلکو ته په خدمت پورې تړلې ده.